په خوست کې د تړون اونیزې مسول مدیر سپین روان نورزی وایي، د جګړې ښکېل اړخونه، داخلي مافیایي کړۍ، اقتصادي ستونزې او د تاوتریخوالي ښکار خبریالانو د قضیو نه څيړل هغه ستونزې دي چې په افغانستان کې خبریالان ورسره مخ دي:
«په اوسنیو شرایطو کې په روانه جګړه کې تعادل ساتل مشکل کار دی، او د ټولو طرفونو خوشاله ساتل هم مشکل کار دی، بس هر لوری چې خفه شو، نو خبریالانو ته ستونزې جوړوي.»
که څه په هېواد کې معلوماتو ته نه لاسرسی د خبریالانو له اساسي ستونزو ده چې ډيری وخت د دولتي اداري او خبریالانو د یو بل پروړاندې ودریږي، خو د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمدانور زاهد وایي چې افغان دولت د مطبوعاتو او بیان ازادۍ ته ژمن دی او دا ازادي به ساتي:
«له بده بخته چې د بیان او مطبوعاتو ازادي غوښتونکو پدې لاره کې ډیرې قربانۍ ورکړې، خو ولې په ډاډ سره وایم چې افغان دولت د مطبوعاتو هغې ازادۍ ده ژمن دی چې د سیمې په کچه بې سرې ده.»
د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد فاروق جان منګل بیا د مطبوعاتو اوبیان ازادۍ په برخه کې د شته لاسته راوړنو پر ساتنې او حفظ باندې ټینګا کوي:
«افغان دولت، د رسنیو مسولینو، مدني ټولنو او مطبوعاتو ازادۍ بهرنیو نهادونو ته پکار ده چې د بیان ازادي وساته او پدې برخه کې د شته چالشونو پروړاندې په ګډه اقدام وکړي.»
که څه هم خبریالان مني چې په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي نسبت سیمه ییزو هېوادونو ته تر یوه بریده ښه ده، خو ولې لاهم دا هېواد د خبریالانو د وژنې او مطبوعاتو ته د ورپیښو لویوستونزو لرونکو هېوادونو په قطار کې راځي.