ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۵۷۶ زره  واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۲ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۵۷۶ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
12 غویی 1400
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۵۷۶ زره  واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۵۱ میلیونه ډېر شوی او  تر درې میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۱ زره او ۳۳ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۰۶زره او  ۴۳۷، په مکسیکو کې ۲۱۷زره او ۱۶۸، په هند کې ۲۱۱زره او ۸۵۳، په بریټانیا کې ۱۲۷ زره او ۷۸۲، په ایران کې ۷۲ زره او  ۹۰ او په پاکستان کې ۱۷ زره او ۹۵۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA