ads

د ارزګان والي: ډېر ژر به د ارزګان ـ کندهار لويه لار ورغول شي

د ارزګان والي محمد عمر شيرزاد وايي، ډېر ژر به د ارزګان ـ کندهار د لويې لارې د رغولو چارې پیل شي.

احسان الله ولسمل
5 غویی 1400
د ارزګان والي: ډېر ژر به د ارزګان ـ کندهار لويه لار ورغول شي

په ورته وخت د ارزګان خلک بیا د يادې لارې د اساسي رغولو غوښتنه کوي.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد وايي، د ارزګان ـ کندهار ترمنځ د لویې لارې د رغولو چاري به ډير ژیر پیل شي.

نوموړی وايي، د يادې لارې رغولو لپاره حکومت يو مليارد او دوه سوه ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي چې د يادې لارې ۲۶ کيلومتره سړک به په اساسي ډول ورغول شي.

هغه پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې د يادې لارې د رغولو لپاره دې حکومت ته اجازه ورکړي او لاره دې پريږدي.

هغه وايي د يادې لارې څخه ملکي خلک ګټه اخلي او طالبان باید ملي پروژو ته اجازه ورکړي.

 «د ارزګان-کندهار ترمنځ د لويې لارې لپاره يومليارد او دوه سوه ميليونه افغانۍ ځانګړي شوي دي چې ۲۶ کيلومتره به په پاخه او اساسي ډول رغول کيږي اوس طالبانو بنده کړې ده موږ له طالبانو غواړو چې لاره خوشي کړي ترڅو د رغولو چارې يې پیل شي»

په ورته وخت کې خلک هم دارزګان کندهار ترمنځ د لويي لاري د جوړولو هرکلۍ کوي.

ددغه ولايت خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ياده لاره دې په اساسي ډول ورغول شي او د رغولو پر مهال دې وخت پر وخت د شفافيت لپاره څارنه وشي.

د ارزګان د لوړو زده کړو موسېسه استاد محمد طاهر اميد او سياسي فعال امان الله هوتکي د وسله والو  طالبانو هم غوښتنه کوي چې د لارې د رغولو لپاره دې د حکومت سره همکاري وکړي.

 « دغه لاره چې کلونه کېږي ويجاړه وه دا چې اوس يې د بیارغونې ژمنه شوې ده باید کار يې په اساسي ډول وشي ټول خلک باید په نظارت کې ونډه واخلي د دغې لارې رغول غټ شی دی موږ له حکومت څخه مننه کوو پشنهاد او خواست کومه طالبانو ته چې بیارغونې مخه مه نيسئ؛ ځکه ارزګان بيخي په بد حالت کې دی»

د لارې موټرچلونکي او د ارزګان خلک هم دارزګان ـ کندهار د لارې په رغولو سره خوښ دي.

موټرچلونکي وايي، اوس د ارزګان کندهار پر لويه لارې د تګ راتګ پر وخت د زياتو ستونزو سره مخ وي پر ياده لاره د دوی دتګ راتګ لګښت زياتوي او مسافرين ورسره په زياتو ستونزو کې وي.

د ارزګان يو تن اوسېدونکی باچااغا غم خوری وايي:

« دا لار دومره مهمه ده چې زموږ د پاره هغه اساسي لاره همدغه ده، اوس موږ دولت او طالبانو ته لمن نيسو چغارې وهو چې دغه لاره په اساسي ډول ورغول شي»

ارزګان چې د ګاونډيو ولایتونو لپاره يوازې همدغه لاره لري تردې مخکې يې هم څو ځله حکومت د یادې لارې د رغولو ژمنې کړې وې؛ خو تراوسه نه ده رغول شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA