ads

«د نظام د تخریب له هڅو باید ډډه وشي»

نن په خوست کې لسګونو قومي مشرانو، دیني علماوو او ځوانانو په یوه راټولیدنه کې پر ځینو سیاسیونو انتقاد وکړ، چې ګني د افغان حکومت د تخریب هڅې کوي.

بختاجان بختیار
30 وری 1400
«د نظام د تخریب له هڅو باید ډډه وشي»

دغه راټوليدنه د جمهور رییس محمداشرف غني له خوا د ملي پروژو د پلي کېدو، بندونو جوړولو او د سولې په پروسه کې د کړنو او هلو ځلو د ستاينې په هدف جوړه شوې وه.
قومي مشر رسول محمد تڼي دغې راټوليدنې ته وويل، خلکو له نظام او حکومت څخه په عمل کې ملاتړ کړی، خو د نظام د ننه يو شمېر سياستوال د خپلو شخصي ګټو لپاره نظام تخریبوي.
هغه په خپلو خبرو کې وويل، د نظام د بقا او د سولې او ثبات د ټينګښت په خاطر دې دغه سياسيون خپلې شخصې غوښتنې يوې خواته کړي او د حکومت ترڅنګ دې ودرېږي:
«کله چې وزير وي، بيا دولت هم ښه دی، رئيس جمهور هم ښه سړی دی، حکومت هم ښه دی هيڅ مشکل نشته، خو کله چې له وزارت نه لرې شي، بيا نو نظام هم خراب دی، رئيس جمهور هم ښه سړی نه دی او هيڅ هم نه دي ښه.»
ديني عالم محمدعارف عرفان بيا دغې راټوليدنې ته په خپلو خبرو کې په هېواد کې د جهاد تر نامه لاندې روانه جګړه ناروا وبلله او ويې ويل، چې د خپل ورور د وينو تويولو پرته بله هيڅ ګټه نه لري:
«اې افغانانو! دين مو يو، مذهب مو يو، اسلام مو يو، قرآن مو يو، پيغمبر مو يو، په څه سره وژنو. مسلمان يم، افغان يم، بس خلاصه خبره ده. نوره بايد له ورور وژنې سره تېر شو، دا خپلې اوښکې سره پاکې کړو. دومره وينې چې په افغانستان کې توی شوې، که ډېم ترې وتړې، برق به توليد کړي.»
د ځوانانو په استازيتوب دغې راټولنې ته د ځوانانو د عالي شورا غړي حبيب الله اسماعيل خېل هم وويل، له څو مشخصو کسانو پرته چې د هغوی خپلې ګټې په کې خوندي دي، نور هېڅوک هم په هېواد کې جګړه نه غواړي.
نوموړي زياته کړه، د سولې په برخه کې اوسنۍ لاسته راغلی فرصت بايد له لاسه ونه وځي او د مخامخ ناستو لپاره زمينه برابره شي، څو دا وينې توييدنه بنده شي:
«بهترين فرصت دواړو غاړو ته دغه دی چې هر هغه څوک چې ورسره يې سوله وکړله، هغه مسله نهايي شوله او هغه شرايط چې ورته په ډا ګه شول، په وتلو دي. بناً د خپل ورور سره نور ضرورت نشته چې د خپل ورور سره په ناستو کې سړی يا وشرميږي يا کومه بله بهانه ولټوي.»
د راټوليدنې ګډونوالو دغه راز په خپلو خبرو کې په زېربنايي، د بيارغونې پروژو، د بندونو جوړولو په برخه کې د افغان حکومت د وروستيو پرمختګونو څخه ملاتړ څرګند کړ له خلکو يې وغوښتل، چې د حکومت ترڅنګ ودرېږي او د دغو پروژو ساتنه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA