دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۴۰ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۹۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۱۶ زره او ۶۷۶ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۳۷۱زره او ۳۷۸، په مکسیکو کې ۲۱۱زره او ۶۹۳، په هند کې ۱۷۵زره او ۶۴۹، په بریټانیا کې ۱۲۷ زره او ۵۰۸، په ایران کې ۶۶ زره او ۳۲۷ او په پاکستان کې ۱۶ زره او ۹۴ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.