چارواکي وایې، د نارنج له مشاعرې موخه دسولې پيغام رسول دی.
ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره او میله ترسره شوه.
ننګرهار کې د نارنج ګل سږنۍ دودیزه مشاعره دا ځلې دنورو کلونو سره په توپیر د باچا خان په مزار کې جوړه شوې وه، دغې مشاعرې ته د هیواد له بیلابیلو سیمو د شاعرانو او د ادب مینوالو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا شاعرانو او لیکوالانوهم ګډون کړی وو.
د مشاعرې پرانیستې وینا د ننګرهار والي وکړه او ویې ویل، د باچان مزار یې ځکه د مشاعرې لپاره ځانګړی کړی چې موخه یې نړیوالو ته د سولې پيغام رسول وو.
«د نارنج ګل مشاعره چې د باچا خان په مزار کې جوړه شوې موخه مو دا ده، چې مونږ سوله غواړو او له جګړو ستړې شوي یو، د باچا خان هم لوی ارمان دا و چې ولس دې په امن او سوله کې ژوند وکړي مونږ هم هڅه کې یو چې هیوادوالو لپاره د سولې فضا رامنځته کړو تر څو وکولای شي ژوند وکړ.»
شاعر او لیکوال بازمحمد مشاعرې ته په لیکل شوي شعر کې ښکلو ته په زاریو او مینوتونو د مشاعرې پرانیسته وکړه:
له کوزې پښتونخوا راغلي شاعر ممتاز اورکزي بیا په خپل شعر کې د باجان په مزار کې د سکون خبرې غبرګولې او دا ځای یې د لرو بر افغانانو د یوالي سمبول ګڼله.
مشاعرې ته ځوانو شاعرانو هم خپل شعرونه وړاندې کړل او د خواږه غږ خاوند جاوید دلدار د سولې غږ ارمانجن لفظونه زمزمه کول:
سندرغاړو هم د نارنج ګل مشاعرې لپاره ځانګړې سندرې زمه زمه کولې، چې د هیواد له یو شمیر مشهور سندرغاړو سربیره د کوزې پښتونخوا سندرغاړو هم په کې غاړې تازه کړې.
د نارنج ګل دودیزه مشاعره او مېله له کلونو راهیسې هر کال په ننګرهار د پسرلي په موسم کې لمانځل کیږي، چې د دې مشاعرې څخه په الهام په نورو ولایتونو کې هم ورته مشاعرې د هغو سیمو د موسمي ګلونو په نوم ترسره کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ