ads

د خلیلزاد سفر، پوښتنې او اندېښنې

تبصره ۱ مارچ ۲۰۲۱

کلید
11 کب 1399
د خلیلزاد سفر، پوښتنې او اندېښنې

په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو اترو له بیا پیلېدا او له طالبانو سره د امریکا د هوکړه‌لیک د یوه کال له پوره کېدو وروسته د افغانستان په سوله کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د سیمې یو شمېر هیوادونو ته خپل دوره‌يي سفر پیل کړی دی.
دا ځل به نوموړی قطر، کابل، اسلام آباد او عربي متحده اماراتو ته ځي. که څه هم ویل کېږي چې خلیلزاد په خپله دنده کې پخواني صلاحیتونه نه لري، خو ولیدل شي چې هغه دا ځل د سولې په پروسه کې دی خپله ونډه څنګه ترسره کوي؟ ایا هڅې به یې افغانستان ته د رښتینې سولې د راتګ لامل شي او که څنګه؟
د بايډن په اداره کې دا لومړی ځل دی چې زلمی خلیلزاد د سولې هڅو په تړاو د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفر کوي.
مخکې تر دې چې بایډن د امریکا جمهور رییس شي، داسې احساسېده چې ګوندې خلیلزاد به خپله دا دنده له لاسه ورکړي، خو د بايډن ادارې د بهرنیو چارو سمبالوونکي بلنکن په خپلو لومړنیو څرګندونو کې د دې ټکي په څرګندولو سره چې امریکا له طالبانو سره شوې هوکړه ارزوي، وویل چې خلیلزاد به خپلې دندې ته دوام ورکوي.
د امریکا ملي امنیت نوي مشاورهم ورته څرګندونې وکړې، خو ويې ويل چې تر دې وروسته به د سولې چارو په برخه کې له افغان حکومت سره له نژدې او په مستقیم ډول کار کوي او خلیلزاد به د يو لنډ مهال لپاره د سولې په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.
له دې وړاندې د ټرامپ ادارې له طالبانو سره د جنګ د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه هم لاسلیک کړې وه او په ملي او نړیواله کچه يې دا باور رامنځ ته کړ چې د امریکا حکومت تر افغان حکومت چې د امریکا ستراتېژيک ملګری پاتې شوی، پر طالبانو ډېره لورینه لري او د طالبانو د غوښتنو د عملي کولو لپاره په ډېر قوت سره پر افغان حکومت فشار رامنځ ته کوي. یو ځل حتی یو لوړ پوړي افغان چارواکي وويل چې د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره د ښاغلي خلیلزاد چلند ډېر تحکم آمیزه وو.
د خلیلزاد دغه سفر له اهمیته ډک څرګندېږي، خو اهمیت به يې وروسته له هغه روښانه شي چې ځينو پوښتنو ته په کې ځواب وویل شي.
افغان حکومت چې له دې وضعیت څخه ناراضه و، د سولې لپاره، په امریکا کې د نوي حکومت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل په راټوکېدلو خوشبینه و، خو اوس ولیدل شي چې د خلیلزاد د دې سفر بحثونه د تېر په پرتله کوم توپیر لري او که نه؟ او که یوازې د تېر په څېر پر کلیاتو خبرې کېږي او پايلې يې ناڅرګنده پاتې کېږي؟
خلیلزاد د خپل دې سفر په دوره کې دمګړۍ کابل ته را رسېدلی او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې کتلي او ویل شوي چې په دې کتنه کې د دوحې د هوکړه‌لیک د بیا کتنې، د مذاکراتو بهیر د چټک کېدو، د تاوتریخوالي کچې د راکمېدو او یو سیاسي توافق ته پر رسېدو خبرې شوې دي. خو د خلکو د قناعت لپاره لاهم جزییات مبهم دي او څوک نه‌پوهېږي چې غوښتنې څه وې او کومې هڅې به په دې تړاو ترسره شي.
خلیلزاد په داسې مهال د سفر دا دوره پیل کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې یو کال پوره شوی دی او طالبانو ګواښ کړی چې د دوحې له تړون پرته بل بدیل ورته د منلو وړ نه‌دی او که جګړې پیل شي، دوی به په کې داسې نوې جګړيزه ټکناوژي وکاروي چې امریکا به هم ورته حیرانه وي. دې ګواښ ته په کتو دا پوښتنه رامنځ ته کېږي چې خلیلزاد به خپلې هڅې څنګه تنظیموي او د هڅو اثر به يې د بین‌الافغاني مذاکراتو او د سولې پر روان بهیر څه وي؟ ایا دی به په دې وتوانېږي چې پر ښکېلو لوریو فشار راوړي، څو د سولې پروسه په واقعي بڼه کامیابۍ ته ورسېږي او د جګړې د بیا پېلېدو او شدت اندېښنه لرې شي؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA