د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، یو کړۍ ماین چې د لوګر مرګز اړوند د کلنګار په سیمه کې په عمومې لاره کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په هدف اېښودل شوی و، شنډ شو.
احمدزی زیاتوي چې پولیس پر دې توانېدلی څو خښ شوی ماین کشف او مخه یې ونیسي.
تر دې وړاندې هم په لوګر او نورو ولایتونو کې د ماین چاودنو مخه نیول شوې ده.