دی زياتوي، د اقليم بدلون ستونزه د اوچکالي لامل شوې او يوازې افغانستان نه، بلکې د نړۍ ډېرې هېوادونو له دې ستونزې سره مخ دي.
د ده په خبره، د اوچکالۍ د مخنيوي په هدف بېلابېلې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي او له دې سره به دا ستونزه تر ډېره حل شي.
خپلواک کليد ته وويل:
«د اقليم بدلون ستونزې سره يوازي افغانستان نه، بلکې د نړۍ ډېری هېوادونه لاس او ګرېوان دي او له امله یې اورښتونه کم شوي او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اوبو سطحه ډېره ښکته شوې ده، د يادې ستونزې د مخنيوي لپاره بېلابېلې پروژې د پلي کېدو به حال کې.»
د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د اقليم بدلون رییس روحالله امين بيا وايي، د اقليم بدلون هغه ستونزه ده چې ټوله نړۍ ورسره مخ ده او د دې ستونزې له امله وچکالۍ، بېوخته اورښتونه، د اورښتونو کمښت رامنځته کېږي.
دی زياتوي، د اقليم بدلون موضوع طبيعي او غير طبعي عوامل لري چې طبيعي عوامل یې اورغورځوونکي او ځنګلونو اور اخیستنه ده او غير طبيعي عوامل یې بيا بشري فعالتونه، د ځنګلونو پرې کول او د ګلخانهيي ګازونو انتشار دی.
د امين په خبره، دوی د اوچکالۍ ستونزې د مديريت په هدف بېلابېلې پالیسيګانې جوړې کړې دي.
نوموړي کليد ته وويل:
«د اقليم بدلون له امله بېلابېلې ستونزې رامنځته کېږي، لکه وچکالي، د اورښتونو کمښت او بېوخته اورښتونو او د دې ترڅنګ د اورښتونو په نوعيت کې هم تغييرات راځي، يوازې موږ نه، بلکې ټوله نړۍ له دغه ګواښ او ستونزې سره مخ ده.»
بلخوا وچکالي او د اورښتونو کمښت بيا ګڼ شمېر بزرګران هم اندېښمن کړي او ټينګار کوي چې دا وچکالي به د دوی پر حاصلاتو منفي اغېز ولري.
دوی زياتوي، د اورښتونو کمښت په پايله کې به بزګران سږکال سخت زيانمن شي او د حاصلاتو کچه به هم ورسره راټیټه شي.
هاشم کليد ته وويل:
«له بده مرغه سږکال اورښتونو کچه ډېره کمه وه او هېڅ اورښتونه نهدي شوي، د اورښتونو نشت او وچکالي به د بزګرانو پر حاصلاتو منفي اغېز ولري.»
موغوښتل په دې برخه کې کرنې او مالدارۍ وزارت نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره په نظر اخیستلو بريالي نهشوو.
د نورو کلونو په پرتله په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې د اورښتونو کچه په مراتبو راکمه وه چې له امله یې د وچکالۍ په تړاو اندېښنې هم زياتي شوي دي، که څه مسوولين ډاډ څرګندوي چې د وچکالۍ د مديريت لپاره ځانګړي پلانونه لري، خو وبه کتل شي چې دا ستونزه به تر کومه مديريت شي.