د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحدوليزاده د شنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه نهه بجې د طالبانو نفوذي بریدګر د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د پاڅونوالو یوې پوستې ته ننوتلي او پر هغوی یې برید کړی.
د هغه په وینا، په پېښه کې ۱۲ پاڅونوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ولیزاده زیاتوي چې بریدګرو د یادو پاڅونوالو وسلې هم له ځان سره وړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د یادلو وړ ده چې په دې وروستیو کې د هرات په غوریان ولسوالۍ کې امنیتي حالت ډېر خراب شوی دی.