ads

په هېواد کې ۸۴ نور کسان پر کورونا اخته شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۷۷۴ تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
24 مرغومی 1399
په هېواد کې ۸۴ نور کسان پر کورونا اخته شوي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نورالله ترکی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه شپږ تنه مړه شوي او ۱۹۹تنه ترې روغ شوي دي چې په دې سره د مړو شمېر ۲۳۱۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۴ زره او ۸۱۰ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA