ads

راس ویلسون ‌‌ذکي دریابي ته د جایزې ګټلو مبارکي ورکړه

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسون ذکي دریابي ته د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۰م کال له اداري فساد سره د مبارزې نړیوالې جایزې ګټلو مبارکي ویلې ده.

شمس الرحمن شمس
13 لیندۍ 1399
راس ویلسون ‌‌ذکي دریابي ته د جایزې ګټلو مبارکي ورکړه

راس ویلسون پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا د افغانستان رسنیو او دریابي لپاره یو نړیواله لاسته راوړنه ده.

نوموړي لیکلي چې هېواد یې په افغانستان کې د آزادو او متحرکو رسنیو څخه د ملاتړ ترڅنګ په دې برخه کې د ښه چاپیریال جوړولو هڅه کوي.

د چهارشنبې ماښام د لیندۍ په ۱۲مه نېټه ذکي دریابي او اطلاعات روز ورځپاڼې د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۰ کال له اداري فساد سره د مبارزې نړیواله جایزه ترلاسه کړه.

ذکي دریابي د اطلاعات روز ورځپاڼې مسئول مدیر او د امتیاز څښتن دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA