په دوحه کې افغان مذاکراتي پلاوی د بین الافغاني مذاکراتو طرالعمل د نهایي کېدو خبر ورکوي
د دغه پلاوي ویاند احمد نادر نادري پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بین الافغاني مذاکراتو طرزالعمل د مقدمې په شمول نهايي شوی دی او پر اجنډا به بحث پیل شي.
په ورته مهال په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک هم د دې خبر پخلی کړی او پر خپله ټوېټر پاڼه یې لیکلي چې د بین الافغاني مذاکراتو کړنلار د مقدمې په شمول نهایي شوې او پر اجنډا به بحث پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې دواړو لورو د سنبلې میاشتې پر ۲۲مه نېټه د بین الافغاني خبرو مقدماتي ناسته کړې وه چې نن چهارشنبه یې د بین الافغاني خبرو طرزالعمل د مقدمې په شمول نهایي کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ