له دغه وزارت څخه تېره ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ځواکونو یې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې هدف ته تر رسېدو وړاندې د یو ځانمرګي برید مخه نیولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، تېره ورځ یوه ځانمرګي بریدګر هوډ درلود چې په شینډنډ ولسوالۍ کې پر افغان سرتېرو ځانمرګی برید وکړ، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې پېژندل شوی، لومړی د افغان سرتېرو له لوري ټپي او وروسته یې ساه ورکړې ده.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.