ads

پکتیکا کې په لوی شمېر شنه ځنګلونه وهل کېږي

 د پکتیکا ځايي اوسېدونکي وايې د دې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د شنو ځنګلونو وهل په چټکۍ سره دوام لري.

خیرالدین ذکي
8 لړم 1399
پکتیکا کې په لوی شمېر شنه ځنګلونه وهل کېږي

دوی څرګندوي د ځنګلونو په وهلو او قاچاق کې ځايي مشران، قومي خلک او ځيني امنیتي کسان ښکېل دي.

امنیتي مسولینو په دې اړه له نظر څرګندولو ډډه کړې خو د پکتیکا چاپیریال ساتنې ریاست چارواکی په دې ولایت کې د شنو ځنګلونو وهل او قاچاق نه ردوي.

د پکتیکا یو تن مدنې فعال عبدالروف ذهین کلید سره په خبرو کې وویل ځايي مشران، قومي خلک او ځیني امنیتي کسان د شنو ځنګلونو په وهلو کې لاس لري.

نوموړی څرګندوي د شنو ځنګلونو وهل د چاپیریال د ککړتیا لامل ګرځي او د ونو نسل له منځه وړي.

« موږ يې په خپلو سترګو ویني چې ځايي مسولین، ځیني امنیتي کسان، د قوم مشران، ځوانان او ځیني کورنۍ شنه ځنګلونه وهي په بازار کې يې پلوري او د سون توکو لپاره ترې ګټه اخلي، د ځنګلونو وهل د چاپیریال د ککړتیا لامل ګرځي او هوا خرابوي.»

د دې ولایت یو بل اوسیدونکی جمال الدین وايي، د شنو ځنګلونو په وهلو کې يې ډېری د جلغوزو ونې شاملي دي چې په خبره يې دا څه مناسبې عایداتې سرچینې دي.

هغه وویل ځايي خلک د شنو ونو د پرې کېدو پر ځای باید د هغوی ساتنه وکړي ځکه چې له یو لوري به يې عاید له منځه نه وي تللي او له بل پلوه به يې خپل چاپیریال پاک ساتلی وي.

« د پکتیکا شپږ ولسوالۍ په لوی شمېر کې ځنګلونو پوښل شوي، خو له بده مرغه همدا ځنګلونه د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له لوري وهل کېږې، د دې پر ځای چې دا ونې وهل کیږي ښه به دا وه چې ساتل شوې وای ځکه چې په دې کې يې د جلغوزو ونې هم شته دا ونې ډیر عاید لري.»

ځیني نور اوسېدونکي بیا د شنو ځنګلونو د مخنیوي په برخه کې د حکومت په کلک درېځ ټینګار کوي او وايې، په هر قیمت چې وي له ملي شتمنیو باید په سم ډول ساتنه وشي.

« دولت باید د ځنګلونو د مخنیوي په برخه کې کار او له خلکو سره په دې برخه کې مرسته وکړي تر څو نه یوازې چې شته ځنګلونه ووهي بلکه په هغو سیمو کې چې ځنګل وهل شوی ده هم هغلته نور نوي نیالګي کېینوي تر څو بېرته ځنګلونه را ژوندي شي او خلک يې له وهلو څخه را وګرځي.»

د پکتیکا ولایت د چاپیریال ساتنې رییس انجنیر ذاهیدالله سمیع هم مني چې دلته شنه ځنګلونه وهل کیږې خو وايې په لوی شمیر کې نه دي.

نوموړی څرګندوي دا ځنګلونه يې ډيری په هغو سیمو کې وهل کیږې چې د حکومت له ولکې وتلې دي.

« له بده مرغه چې په پکتیکا کې هم د ځنګلونه وهل او قاچاق شته خو په دومره لویه کچه نه لکه چې خلک يې یادوي، له دې څخه خايي خلک د سون توکو لپاره ګټه اخلي ځکه چې په هغو سیمو کې موږ بدیلې لارې نه لرو، دا لیرې پرتې سیمې دي او زموږ لاسری ورته خورا کم دی.»

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم په پکتیکا کې خلکو د شنو ځنګلونو له وهلو او قاچاق څخه اندېښنې ښودلې او له امنیتي ادارو څخه يې په دې برخه کې د جدې اقداماتو غوښتنه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA