دا سیالۍ د ازادو سیالیو معتبره سازمان (یو اېف سي) لخوا د متحده عربي اماراتو په پایتخت ابوظبي کې ترسره کېږي.
دواړو لوبغاړو دې سیالۍ ته د پوره چمتوالي خبر ورکړی، خو دا سیالي پرته له مینه والو ترسره کېږي.
حبیب محمدوف د سپک وزن نړیوال اتل دی چې تر دا مهاله یې ۲۸ سیالیو کې بریا خپله کړې او هېڅ باخت نه لري.
بل لور ته بیا د حبیب سیال جستین ګیجي هم تر ده کم نه دی نوموړي تر دا مهاله ۲۲لوبې ګټلي دي او یوازې دوه یې بایللي دي.
د ازادو سیالیو شنونکي دواړه پیاوړي لوبغاړي یادوي او وایي چې د دواړو ترمنځ لوبه به خورا په زړه پورې او سخته وي.
دواړه لوبغاړي په نړۍ کې ډېر مینه وال لري او بیګانۍ لوبې ته یې زرګونه خلک شېبې شماري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ