نوموړی هر هغه تصمیم چې د امنیتي سمون لپاره د یو کاري ټیم له خوا نیول کېږي، د خپلې فیسبوکپاڼې له لارې شریکوي او له کابل ښاریانو غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکار واوسي.
تر اوسه چې کوم موارد د امنیتي سمون په خاطر شریک شوي، تر ډېره بریده دا ډاډ رامنځ ته کوي چې په لنډه موده کې به کابل ښاریان د یوې ښې امنیتي فضا شاهدان وي.
خو داسې یوه فضا هغه وخت په رښتینې توګه رامنځ ته کېدلای شي چې پرېکړې عملي بڼه خپله کړي او د کاغذ پر مخ پاتې نهشي.
تراوسه په دوو امنیتي ناستو کې پر ۲۴ مسئلو د بحث خبره شوې ده. يوه مسئله چې په دې دواړو ناستو کې ډېره مهمه ښکاري، د مجرمینو او غاصبانو اړوند موضوع ده.
ښاغلي صالح لیکلي چې د غلو، باجګیرانو، اوباشانو او غاصبینو لست او عکسونه د وروستیو اقداماتو لپاره له ټولو امنیتي حوزو سره شریک شوي او د خلکو استازو او د ګذر له وکیلانو سره هم شریکېږي.
دا یو غوره ګام دی، خو مهمه دا ده چې وخت په وخت د ترسره شویو اقداماتو او د مجرمینو د نیولو خبر شریک کړای شي. ځکه په دې ډول به خلک ډاډ ترلاسه کړي چې حکومت د مجرمینو په نیولو لاس پورې کړی او هغوی ته سزا ورکول کېږي.
خلک چې له دې اړخه ډاډ ترلاسه کړي، امکان لري چې حتی په څرګنده او ښکاره ډول د مجرمینو په نیولو او پېژندلو کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
تر اوسه په دې برخه کې د ولس د نههمکارۍ یو لوی علت همدا و، ځکه ولس باور نه درلود چې حکومت به د مجرمینو پر ضد رښتنی ګام پورته کوي.
که چېرته هغه پرېکړې چې په وروستیو دوو امنیتي ناستو کې پرې خبرې شوې، عملي او پايلې يې رسنیزې شي، پر حکومت به د خلکو د باور او اعتماد کچه خورا ډېره لوړه شي.
خلک د جرم او جنایت د له منځه وړلو لپاره سم او اساسي اجراات غواړي او یوازې په دې باندې قناعت نهکوي چې ورته وویل شي، مجرمین او یا هغه پولیسو چې له مجرمینو سره يې لار وړله، نیول شوي دي.
خلک غواړي چې د تشو شمېرو پر ځای دې د مهمو مجرمینو او په تېره بیا د هغوی د همکارو پولیس چارواکو نومونه واخیستل شي.
دا هیله ځکه کېږي چې د ښاغلي صالح په وروستیو معلوماتو کې ویل شوي، یو شمېر رسمي منسوبین چې له مجرمینو سره لاس درلود، د خلکو د اطلاعاتو پر بنسټ نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.