هغه پر خپل ټوېټرپاڼه په ویډیویي پیغام کې زیاته کړې چې د اذربایجان پوځ د قرباغ په جنوب لودیځه برخه کې د څو کلیو واګې تر لاسه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د اوربند هوکړه لاسلیک شوه، خو تر څو ساعتونو تېرېدو وروسته دواړو هېوادونو یو بل د اوربند په ماتېدو تورن کړل.
د اذربایجان جمهور رییس ویلي، اوربند د ارمنستاني ځواکونو لخوا مات شوی او د اذربایجان پر پوځونو یې توغندویي بریدونه کړي دي.
په ورته وخت کې ارمنستاني چارواکو هم ورته ادعا کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سپټمبر پر ۲۷مه د نګورنو قرباغ په لانجمنې سیمې کې جګړه پیل شوه چې لاهم دوام لري.
د رسنیو د راپورونو له مخې، هلته په ترسره شوو نښتو کې ګڼو نظامیانو او ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعاوې شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ