د کورنیو چارو وزارت ویاند ویاند طارق ارین کلید ته وویل، نن سهار ۱۱ بجې ترهګرو له چاودېدونکو توکو ډک کرولا ډوله موټر ته د غور ولایت د امنیه قومندانۍ له لومړي قرول سره نېږدې د شهیدانو او ښځو چارو ریاست مخې ته چاودنه ورکړه.
د ده په خبره، د لومړنیو معلوماتو پر اساس، په پېښه کې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا، د غور ولایت د عامې روغتیا رییس جمعه ګل یعقوبي کلید ته وویل، تر اوسه د غور دولتي روغتون ته د پېښې له ځایه اووه مړي او ۷۳ ټپیان ور وړل شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.