له دغه وزارت څخه پرون شپه ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په کونړ ولایت کې ۳۴ داعش او شپږ طالب وسله والو خپلې وسلې افغان سرتېرو ته سپارلې او تسلیم شوي دي.
د خبرپانې په وینا، تسلیم شوو وسله والو ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د افغان سرتېرو او ملکي وګړو پر وړاندې جګړه نه کوي او ارامه ژوند ته به دوام ورکوي.
یاد وسله وال پر داسې مهال له افغان سرتېرو سره یوځای شوي چې تېره اونۍ هم په غور او سرپل ولایتونو کې ۲۷۵ وسله وال طالبان افغان سرتېرو ته تسلیم شوي وو.
که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه د خپلو نوو تسلیم شوو کسانو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې افغان سرتېرو ته د خپلو جنګیالیو تسلیمېدل رد کړي وو.
کومې بلې وسله والې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ