دغه لاریونونه په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ له امله رامنځته شوي دي.
په ورته وخت کې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د ترسره شوو ټاکنو پایلې هم باطلې اعلان کړې دي.
همدارنګه د یاد هېواد یو سیاسي بندي صدر جاپاروف چې اووه کاله وړاندې په ۱۱ کلن بند محکوم شوی وو، له بنده ازاد شوی او د نوي حکومت لنډمهاله صدراعظم ټاکل شوی دی.
د دغو لاریونونو پر مهال تر ۶۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې ۱۵۰ یې روغتونو ته لېږدول شوي او یو تن بل وژل شوی دی.