د دغه وزارت مرستیالې ویاندې معصومې جعفري د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته په رالېږلي ویډیویي پیغام کې ویلي چې له دې وبا څخه دوه تنه مړه شوي او ۶۸نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۶۹ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۴۵ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی