په خوست کې ناپيژانده وسله والو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير جګړن شهزاده د یوه برید په ترڅ کې وواژه.
دغه پېښه نن سهار د خوست – ګردېز پر عمومي لار د ځني خېلو سړک ته څېرمه شوې.
ددغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، کلید ته وويل چې په ياد وسله وال برید کې د جګړن شهزاده يو سرتيری هم وژل شوی.
د سرچینې په وینا، جګړن شهزاده دندې ته د تلو پر وخت له ياد وسله وال برید سره مخ شوی.
تردې دمه د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ