د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، وسله والو ترهګرو غوښتل تېره شپه د ارغستان ولسوالۍ په جهانګیر مانده سیمه کي پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چي د افغان امنیتي ځواکونو لخوا يې مخه ونیول شوه.
بارکزی وايي، په دې نښته کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او درې تنه يې ټپیان شوي دي.
د ده په وینا، وسله والو د معروف ولسوالۍ پر پوستو هم برید کړی چي پولیسو يې مخه نیولې او پنځو وسلوالو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
وسلوالو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.