ads

وسله والو مخالفینو په هرات کې د برېښنا ستنې الوځولې

د هرات د برېښنا ریاست د ارتباطاتو مدیرې زینب محسني کلید ته وویل، د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ۱۳۲ کیلوولټه برېښنا ستنې د وسله والو مخالفینو له لوري تخریب شوې دي.

محمدخان بریال
7 تله 1399
نوموړې زیاتوي چې یوه ستنه په چاودنه کې بشپړه له منځه وړل شوې، بله هغه یې تخریب شوې او وسله والو مخالفینو یې اصلي توکي ترې وړي دي.
زینب همدارنګه وایي، پر یادو ستنو د مرمیو لګېدو نښې هم لیدل کېږي.
د دې په خبره، د یاد ولایت د برېښنا اداره امنیتي بنسټونو ته په تمه ده، څو ژر تر ژره د یادو ستونو د رغونې چارې پیل کړي.
د ۱۳۲ کیلوولټه برېښنا لینونو د هرات ولایت ۲۰ فیصده برېښنا تامینوله.
د یادو ستنو په تخریب سره د حوت او غوریان ولسوالیو د برېښنا سب سټیشنونه له ستونزو سره مخ شوي او شپږ لینونه یې پرې شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA