ads

په هلمند کې د کورونا له کبله د پولیو واکسین نه پلی کېږي

په هلمند ولایت کې د نا امنیو او کلتوري ستونزو ترڅنګ د پولیو واکسین سره د کورنیو نه علاقه او کم عامه پوهاوی د دې لامل شوی دی چې د پولیو ضد واکسین کم یا بیخې په نشت حساب دی .

حضرت محمد روحاني
4 تله 1399
په هلمند کې د کورونا له کبله د پولیو واکسین نه پلی کېږي

که څه هم په ټول هېواد کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر په ډیرېدو دی، خو په هلمند کې تر بل هرولایت ډیرې پیښې ثبت شوې دي چې له کبله یې ځایي اسېدونکي اندېښمن شوي دي.

که څه هم په هلمند کې  د پولیو یا ګوزڼ پر ضد د واکسین د وېش بهیر روان دی، خو د دې ولایت د روغتیا د ریاست چارواکي وايې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمیر مخ په ډېریدو دی.

دپولیو د مثبتو پېښو زیاتوالي د دغه ولایت عام خلک اندېښمن کړي دي.

دهلمند ولایت اوسېدونکي وايې واکسین دې سم او پر وخت تطبیق شي چې ماشومان يې د ګوزڼ له وژونکې ناروغۍ څخه په امن پاتې شي.

د سنګین او نهرسراج ولسوالیو اوسېدونکی سیف الله او ولي محمد راته کلید ته وویل اړتیا ده چې ددغه واکسین مخنیوی دې هڅوک نه کوي.

«په خاص ډول د هغه کسانو څخه چې د واکسین مخنیوی کوي لکه په ځینو ولسوالیو کې وسلوال طالبان او ځیني نور کسان چې ددې کار مخینوی کوي، غوښتنه کوم چې په لرې ولسوالیو کې اجازه ورکړي چې واکسین تطبیق شې.

دوی دې واکسین پریږدې چې ماشومانو ته ورکول شې چې ماشومان مو دپولیو څخه خوندي پاتې شي.»

«زه خپله د واکسین مخنیوی نه کوم او زما ماشومان ټول جوړ دي.هیڅ ډول فلج نه لري، زه پر ټولو افغانانو ږغ کوم چې واکسین ته اجازه ورکړي او کورنۍ دې هم خپل ماشومانو ته واکسین وکړي چې فلج نه شي»

بلخوا بیا د هلمند د عامې روغتیا رییس عبدالاحد حازم وايي په دې ولایت کې د پولیو د ټولو مثبتو پېښو شمېر۱۳ ته رسېدلی چې د زیاتوالي ویره يې تر بل هروخت ډیره شوې ده.

«دلته خو ډېر عوامل شته،غربت دی، جنګ دی، د لارو خرابوالی دا ټول سره یوځای شوي دي او په پېښو يې اثر کړی دی.دخلکو کلتور هم خراب دی، دا ورته عار مالومیږي چې خپله ښځه کلینک ته بوځي، نو په دې خاطر مو کوښښ کړی دی او موږ اوس هم ډیر کار کړی دی، هیله لرو چې وروسته تر دې خلک د خپلو مشکلاتو دپاره کلینک ته مراجعه وکړي»

خو باید وویل شي چې د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتوله مخې په دغه روان میلادي کال کې په ټول هېواد کې د پولیو ۴۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي چې ډیرې يې په جنوب، له دې جملې ۱۳ يې په هلمند کې دي.

روغتیا پالان وايي که چیرې د پولیو په ضد واکسین په خپل اصلي طریقه یعنې کور په کور تطبیق نشې د مثبتو پېښو شمېربه په لنډ وخت کې په مراتب ډول زیات شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA