ads

د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ باندې وسله والو طالبانو پراخ بريدونه پیل کړي دي

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي وايي د دغه ولايت د دهراوود ولسوالۍ پر يو شمېر امنيتي پوستو وسله والو طالبانو بريدونه کړي دي چې له کبله یې دواړو لورو ته مرګژوبله اوښتې ده.

احسان الله ولسمل
4 تله 1399
د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ باندې وسله والو طالبانو پراخ بريدونه پیل کړي دي

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلګو استازی بسم الله جان محمدي وايي د دغه ولايت پر دهراوود ولسوالۍ وسله والو طالبانو پراخ بريدونه پیل کړي دي چې پرمهال يې دواړو لورو ته مرګژوبله اوښتې ده.

محمدي وايي په سيمه کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو يو شمير امنيتي پوستې محاصره کړي هم دي.

«په دهراوود ولسوالۍ کې اوس هم يو شمېير امنيتي پوستي کلابند دي هلته وسله وال طالبانو د پوليسو د امنيتي پوستو په منځ کې داخل شوي دي او د ښار لخوا ته راتېر شوي دي»

په ورته مهال دارزګان د دهراوود ولسوالۍ سرپرست ولسوال جلال الدين ودان کليد ته وويل چې په جګړه کې تر دامهاله دوه پوليس پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور پوليس او ګن شمېر وسله وال طالبان ټپیان دي.

«وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه پیل کړي وه چې پرمهال يې د ليزی قطعې د قومندان په ګډون دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، په جګړه کې پنځه طالبان هم وژل شوي او ډېر شمېر نور یې ټپیان دي،هلته د هاوان د ګولۍ لګېدو له امله ۴ هټيوال هم ژوبل شوي دي»

د ارزګان امنيه قومندان سنموال شفيق الله سحر هم پر دهراوود ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريدونه مني.

هغه وايي تر دا مهاله په جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي وسله والو طالبانو په سيمو کې د ملکي خلکو له کورونو څخه پر امنیتي ځواکونو بريدونه کوي.

«پر دهراوود ولسوالۍ وسله والوطالبانو بريدونه پیل کړي دي په جګړه زموږ دوه پوليس وژل شوي دوه نور ټپیان دي په دې جګړه کې په لسکونه طالبان هم وژل شوي دي ،طالبان د خلکو له کورونو څخه ډزې کوي د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه افغان ځواکونه د خلکو پر کورونو بريدونه نه کوي»

تردېي مخکې وسله والو طالبانو د دغه ولايت پر ګېزاب ولسوالۍ دغه ډول ډله‌ییز بريدونه پیل کړي و چې سيمه ته د تازه دمو ګمانډويي سرتيرو په رسېدو هلته دا مهال وضعیت عادي دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA