د اټومي ځواکونو د نړیوال اژانس رییس رافایل کروسي دا خبر تایید کړی دی.
هغه زیاته کړې، د عربستان د اټومي فعالیتونو پراخېدو ته اندېښمن نه دی، خو په وینا یې دوی به یې کلکه څارنه وکړي.
دی وایي، د سعودي عربستان ولیعهد غواړي چې د تېلو تولید کم او د اټومي وسلو پراختیا ته زور ورکړي.
سعودي عربستان په سیمه کې د ایران تر ټولو ستر سیال دی او پر تهران د امریکا د لګول شوو بندیزونو ملاتړ کوي.