د بریټانیا د پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر په ګډون ۷۰۰ مېلمنو په دغو مراسمو کې ګډون درلود.
د امریکا جمهور رییس ډونالډټرمپ هیله څرګنده کړه چې نور به هم د دغو هېوادونو پر پله پل کېږدي، خو فلسطینیان بیا وايي، تر هغه چې د دوی شخړه پای ته نه وي رسېدلې، باید داسې کومه معامله ونه شي.
تر دې وړاندې ډېری عربي هېوادونو تر لسیزو له اسراییل سره پرېکون کړی و او ویل یې، د فلسطین موضوع تر حل وروسته به له اسراییل سره اړیکې ټینګوي.
د امریکا جمهور رییس ټرمپ دغو مراسمو ته په وینا کې وویل، له اسراییل سره د متحده عربي اماراتو او بحرین په تړون کې به د یو بل په هېوادونو کې د سفارتونو تاسیس، د سفیرانو لېږل او په سوداګرۍ او او امنیتي مسایلو کې همکاري هم شامله وي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییل له رامنځته کېدو وروسته دا درېیم او څلورم عربي هېوادونه دي چې اسراییل په رسمیت پېژني.