د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، نن سهار ۹ بجې او ۴۵ دقیقې د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې د ملي امنیت سرتیرو پر موټر ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې د ملي امنیت یو تن سرتیری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د چاودنې مسولیت نه دی منلی.