ads

په خوست کې پر یو کور په وسله وال برید کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د خوست سیمه‌ییز چارواکي وایي، پرون شپه نهه بجې د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د چراګاه په سیمه کې نامعلومه وسله وال کسانو پر یو کور برید کړی، چې له کبله یې د یادې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بختاجان بختیار
26 غبرګولی 1399
په خوست کې پر یو کور په وسله وال برید کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د دغه ولایت د والي ویاند طالب منګل کلید ته وویل، په مړو کې یوه ښځه، یو سړی او درې ماشومانې نجونې شاملې دي‌.
تراوسه معلومه نه ده چې یاد برید چا او ولې ترسره کړی، خو طالب منګل وايي، د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA