د افغانستان ملي ټولنې غړي وايي، د دوی د يوې ټولپوښتنې پايله ښيي چې له ۸۵ تر ۹۰سلنې افغانان جمهوريت غواړي او له دې ډلې ډېری یې په دې باور دي چې له طالبانو سره مذاکرات د تلپاتې سولې د ټينګښت په مانا نهده.
د يادې ټولنې رییس سيد عبدالله هاشمي وايي، په دې ټولپوښتنه کې د افغانستان له ۳۲ ولايتونو څخه ۱۲۳۵ کسانو ګډون درلود چې له دې ډلې ۷۸،۳ سلنه ګډونوال په دې باور دي چې طالبان به هېڅ کله هم له پاکستان او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې نهکړي، ۱۲،۱ سلنه یې د سولې پروسې ته خوشبينه دي او ۹،۶ سلنه نورو یې ويلي چې هېڅ نظر نهلري.
نوموړي زياته کړه، دا ټولپوښتنه یې د پاسبانان خبري اژانس په ملتيا کړې چې پهکې ۶۹،۹ سلنه سړيو او ۳۰.۱ سلنه ښځو چې ډېری یې د لوړو زدهکړو خاوندان و، ګډون کړی و.
هاشمي وويل:
«زموږ د يوې ټولپوښتنې پايله ښيي چې له ۸۵ تر ۹۰سلنې افغانان جمهوريت غواړي او له دې ډلې ډېری یې په دې باور دي چې له طالبانو سره مذاکرات د تلپاتې سولې د ټينګښت په مانا نهده. موږ په دې ټولپوښتنه کې د افغانستان له ۳۲ ولايتونو څخه ۱۲۳۵ کسانو ګډون درلود چې له دې ډلې ۷۸،۳ سلنه ګډونوال په دې باور دي چې طالبان به هېڅ کله هم له پاکستان او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې نهکړي، ۱۲،۱ سلنه یې د سولې پروسې ته خوشبينه دي او ۹،۶ سلنه نورو یې ويلي چې هېڅ نظر نهلري.»
په ورته وخت کې د پاسبانان خبري اژانس مسوول شېرشاه نوابي وايي، يادې ټولپوښتنې شاوخوا ۲۶ ورځې وخت ونيو چې پهکې ګډونوالو په درېيو بېلابېلو لارو خپل نظرونه له دوی سره شريک کړي وو.
دی زياتوي، ګډوانوالو په حضوري، ټلفوني او انلاين بڼې خپل نظرونه شريک کړي دي.
نوابي وويل:
«زموږ يادې ټولپوښتنې شاوخوا ۲۶ ورځې وخت ونيو چې پهکې ګډونوالو په درېيو بېلابېلو لارو خپل نظرونه له دوی سره شريک کړي وو.»
په ورته وخت کې د سياسي چارو شنوونکی ابوذر خپلواک ځاځی بيا وايي، طالبان د خپلو تحرکاتو د پايښت په موخه هڅه کوي چې له پاکستان سره خپلې اړيکې وپالي.
دی زياتوي، د طالبانو تحرکات ډېری د ډيورنډ هاخوا رهبري کېږي او هيله څرګندوي چې د سولې مذاکراتو په پايله کې به طالبان له پاکستان او يو شمېر ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له اوږده ځنډ وروسته د حکومت مرکچي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د بينالافغاني مذاکراتو لومړی پړاو د شبنې په ورځ د قطر په دوحې پيل شو چې پهکې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په شمول د يو شمېر هېوادونو بهرنيو چارو وزیرانو او استازو ګډون درلود.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ