ads

په خوست کې رغول شوي پلونه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

د خوست د مرکز اړوند مټه چینه، شمل او دې ورته یو شمېرنورې هغه سیمې دي چې پلونه یې د ویجاړېدو له خطر سره مخ شوي.

بختاجان بختیار
12 وږی 1399
په خوست کې رغول شوي پلونه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

د سیمې اوسېدونکي وایي، که له یوې خوا د یادو شوو پلونو کار په اساسي ډول نه دی شوي او له بلې خوا زیاتو سېلابونو له تخریب سره مخ کړي.
د دغو پلونو له جملې یو هم دشمل پل دی چې شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې جوړشوی اونېږدې پنځه کاله پخوا د دویم ځل لپاره ترمیم شوی، خو اوس مهال بیا له ویجاړېدوسره مخ دی.
د خوست د شمل سیمې یو تن قومي مشر وارک شمل وایي، که چیرې چارواکي د شمل پل غم ونه خوري، لرې نه ده چې په لنډه موده کې به ویجاړ شي:
«د شمل پل یوه اندازه برخه ویجاړه شوې، او پاتې برخه یې هم د ورانېدو په حال کې ده، له چارواکو او اړونده اداې مو غوښتنه ده چې ددې پل غم وخوري.»
ددې سیمې یو بل اوسېدونکی محمد وایي، نه یوازې چې پل له منځه تلونکی دی، بلکې ترې لاندې کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورونه هم له خطر سره مخ دي:
«که چیرې دغه پل سیلاب یوسي، نو ترې لاندې په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او کورونه دي چې هغه هغه له منځه ځي، غوښتنه مو داده چې چارواکي ورته پام وکړي.»
د جهاد په نوم د دغه ولایت بل اسیدونکی وایي، په خوست کې دموسی خېلو په ګډون نورې ډېری داسې سیمې شته چې خلک یې د بارانونو پرمهال ښار ته تګ راتګ نشي کولی:
«کله چې باران شي او سیلابونه را درومي، نو خلک ډېر په تکلیف وي، ځکه پلونه او پلچکونه نشته، دولت باید هغو ستونزو ته اولیتونه ورکړي چې عام ولس ډېرکله ورسره مخ کېږي.»
د خوست د ټول ګټو چارو رییس بادشاه الدین قیامي وایي، د خوست د شمل پل د بیا رغونې ترڅنګ په دغه ولایت کې د نهو لویو پلونو سروې شوې چې د بودیجې په منظورېدو سره به یې کارونه پیل شي:
«تقریبا د خوست په مختلفو ولسوالیو کې د نهو پلونو سروې شوې او د ځينو خو د ډيزاین کارونه هم خلاص شوي چې په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه پیل شي.»
په خوست کې د پلونو جوړېدل د ژوند او کاروبار سره تړلې موضوع ده، ځکه دا د هیواد په کچه هغه ولایت شمېرل کېږي چې زیات بارانونه پکې کېږي او له کبله یې سیلابونه راوځي.
د مسولینو په وینا چې له ۲۰۰۱ لومړي کال راپدې خوا پدې ولایت کې د ۱۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۸ لوی پلونه جوړشوي، خو ستونزو ته په کتو پدې برخه کې لا ډيرو نور پلونو ته هم اړتیا لیدل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA