سرچینه وایي، د دواړو مشرانو تر منځ په ټلیفوني خبرو کې اوبراین یو ځل بیا د یو خپلواک او یو موټی افغانستان د ملاتړ اعلان کړی.
هغه ټینګار کړی چې هېواد به یې تل د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.
د متحده ایالاتونو د ملي امنیت شورا سلاکار پر داسې مهال د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه کوي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې، د پاتې طالب بندیانو د خوشي کېدو بهیر بیا پیل شوی.
د دې شورا له رسنیو سره د اړیکو مسول هشمت ناطق د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه د پلچرخي او نورو ولایتونو له زندانونو څخه ۱۰۳ تنه طالب بندیان ازاد شول.
د نوموړي په وینا، دا بهیر به د ټولو طالب بندیانو تر خوشي کېدو دوام وکړي او تر هغه وروسته د حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو بهیر پیلېږي.
که څه هم تر اوسه د دغو خبرو د پیل لپاره کره نېټه نه ده ټاکل شوې، خو د مصالحې شورا او د د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې د روانې اونۍ تر وروستو د بندیانو د خلاصون بهیر بشپړ او تر هغه وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ