د طالبانو او افغان حکومت ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې تر اوسه د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او نېټې په تړاو څه نه دي ویل شوي.
تر دې وړاندې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د نه خوشي کېدو پر سر رامنځته شوو خنډونو دا لړۍ ځنډولې وه.
جمهور رییس غني ویلي و چې دی د یادو خطرناکو طالب بندیانو د خوشي کېدو صلاحیت نه لري او د دغه کار لپاره یې لویه جرګه راوبلله.
د دې جرګې د پرېکړې له مخې به د طالبانو پاتې بندیان خوشي کېږي او تر هغه وروسته به د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.
طالبان وایي، که د دوی پاتې بندیان ازاد شي، دا ډله په یوه اونۍ کې له حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ