په اعلامیه کې راغلي چې نوموړي د ننګرهار په اچین او نازیانو ولسوالیو کې د جګړې مشري کوله.
اعلامیه زیاتوي، هغه د بې ګناه ملکي وګړو د وژلو، سر پرې کولو او د داعش جنګیالیو ته د نجونو د نکاح کولو فتواوې ورکړې دي.
د اعلامیې په خبره، نیول شوي داعشي څو ورځې مخکې د ننګرهار پر محبس په برید کې هم لاس درلود چې د طالبانو په مرسته یې تنظیم کړی و.
په هغه برید کې د داعش او طالب جنګیالیو په ګډون لسګونه بندیان وتښتېدل.
په اعلامیې کې راغلي دي چې عبدالله اورکزی د داعش د خراسان ډلې د استخباراتو د مشر اسدالله اورکزي مرستیال هم و.