ads

ملي امنیت: د داعش ډلې یو مهم مشر اسلم فاروقي له ۱۹ملګرو سره یوځای نیول شوی

  د افغانستان ملي امنیت خبر ورکوي چې د داعش وسله والې ډلې یو مهم مشر عبدالله اورکزی چې د اسلم فاروقي په نوم هم پېژندل کېږي له ۱۹ وسله والو سره یوځای د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی. ملي امنیت کلید ته په رالېږلي خبرپانه کې ویلي، اسلم فاروقي د اورکزیو د […]

نویسنده: shams
17 وری 1399
ملي امنیت: د داعش ډلې یو مهم مشر اسلم فاروقي له ۱۹ملګرو سره یوځای نیول شوی

 

د افغانستان ملي امنیت خبر ورکوي چې د داعش وسله والې ډلې یو مهم مشر عبدالله اورکزی چې د اسلم فاروقي په نوم هم پېژندل کېږي له ۱۹ وسله والو سره یوځای د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

ملي امنیت کلید ته په رالېږلي خبرپانه کې ویلي، اسلم فاروقي د اورکزیو د اخونزادګانو کلي اوسېدونکی او د داعش وسله والې ډلې د خراسان څانګې مشر او د کابل په شور بازار سیمه کې د اهل هنودو  پر درمسال د برېد طراح کوونکی دی.

د ملي امنیت په وینا، د دغه طراح پر ضد عملیاتو کې یې د قاري زاهد او سیف الله مشهور په ابو طلحه پاکستاني په ګډون ۱۹ نور داعش وسله وال یي هم نیولي دي.

اسلم فاروقي ملي امنیت ته په خپل اعتراف کې ویلي، داعش وسله والې ډلې سره له یو ځای کېدو وروسته د ننګرهار اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو کې ددې ډلې د عملیاتو مشري یې کوله.

باید یاده شي چې تېره اوونۍ داعش وسله والې ډلې د کابل په شور بازار سیمه کې د اهل هنودو په درمسال برید وکړ، چې له کبله یې ۲۷کسان ووژل شول، چې داعش ډلې یاد برید کوونکی خپل کس او د هندستان اوسېدونکی یاد کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA