د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر کلید ته وویل چې یاده چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې پولیس پرګزمه بوخت وو.
عادل حیدر وایي په چاودنه کې د خوست امنیه قومندانۍ اړوند د لومړۍ حوزې درې تنه پولیس ټپیان شوي او عامه خلکو ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.
پدې ولایت کې د بابري ګل په نوم د یوه خصوصي کلینیک یو تن ډاکټر څمکنیوال کلید ته وویل چې د چاودنې له ځایه دوی ته څلور تنه ټپیان ور وړل شوي دي.
د څمکنیوال په خبره چې څلور واړه نظامیان دي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
تراوسه ددې پېښې په هکله کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ