ads

د دفاع وزیر او د ملي امنیت عمومي رییس خوست ته تللي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد او د ملي امنیت عمومي رئیس احمدضیا سراج نن غرمه مهال خوست ولایت په ناڅاپي سفر تللي دي.

نویسنده: shams
28 چنګاښ 1399
د دفاع وزیر او د ملي امنیت عمومي رییس خوست ته تللي

د خوست ولایت مقام څخه کلید ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دفاع وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس ددې ولایت د والي صدیق پتمن په ګډون د بېلا بیلو نظامي اورګانونو مسولینو سره په ولایت مقام کې  لیدنه وکړه.

که څه هم د چارواکو دې سفر ته رسنۍ نه وې غوښتل شوې، خو په خبرپاڼه کې راغلي چې  نظامي مسولینو پدې سفرکې د خوست د امنیت په عمومي وضعیت، د دفاعيي، امنیتي او کشفي ځواکونو په اکمال او تجهیز او د امنیت اړوند په یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې شوې او تصمیمونه نیول شوي.

یاد چارواکي په دې ولایت کې د یو ساعت لپاره پاتې شوې او په ټولنیزو رسنیو کې یې هم داسې انځورونه خپاره شوي چې دوی په ښار کې پلي ګرځي.

وموغوښتل چې پدې تړاو د خوست له ځایي ادارو نور جزیات هم ترلاسه کړو، خو پرې بریالي نه شوو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA