د ارګ خبرپاڼه وایي، دا پرېکړه د ټولو روغتیایي سپارښتونو په پام کې نیولو سره شوې ده.
سرچینه څرګندوي، د عامې روغتیا وزارت د ارزونې پر بنسټ پرېکړه وشوه چې که د زمري میاشتې تر ۱۵مې نېټې کورونا ویروس جدي نه شو، ټول روغتیایي مرکزونه به د روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم ښوونیز بهیر پیل کړي.
دا پرېکړه پر داسې مهال کېږي چې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو کمېدو خبر ورکړی دی.
تر دې وړاندې په نړۍ او افغانستان کې د کویډ ۱۹ له خپرېدو سره سم افغان حکومت د دې وبا د مخنیوي په هدف د ټولو دولتي ادارو او ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو پرېکړه وکړه.
دامهال په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۳۴ زره اوښتی، ۱۰۹۴ تنه ترې مړه شوي او تر ۲۲ زره ډېر بیا ترې روغ شوي دي.