د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ په بدخشان کې د « سیاحتي جاذبو» کنفرانس کې ویلي چې د واخان لارې د جوړېدو چارې چټکوي.
د حنفي په خبره، د ورېښمو لاره به بیا جوړوي او افغانستان به له چین سره ونښلوي؛ ترڅو د ګاونډي هېواد له ټینکالوژي او پرمختګونو ګټه واخلي.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت د انرژۍ په برخه کې هڅه کوي چې له داخلي سرچینو کار واخلي او په دې برخه کې هم په پښو ودریږي.
د یادونې ده چې د واخان دهلیز د بدخشان په پامیر غرونو کې موقعیت لري او له شمال ختیځ څخه افغانستان له چین، تاجکستان او پاکستان سره نښلوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ