فارغې نجونې وايي، د نجونو له ګډون پرته یو وار بیا د کانکور ازموینو نېټې اعلان شوي، چې دوی یې د راتلونکې په اړه اندېښمنې کړې.
له دولسم ټولګي فارغه شیلا وایي:«موږ ډېره هڅه وکړه چې ښوونځی پای ته ورسوو ، خو اوس راته په کانکور آزموینه کې دګډون اجازه نشته زه له اسلامي امارت څخه غواړم چې موږ ته اجازه راکړي ترڅو خپلې لوړې زده کړې ترسره او یو روښان راتلونکی ولرو . »
له دولسم ټولګي یوه بله فارغه زده کوونکې وایې چې تېر کال یې هم په کانکور آزموینه کې د ګډون اجازه نه لرله؛ خو سږکال یې هیله لرله چې ګډون به په کې وکړي.
نوموړې وايي، د لوړو زدکړې یې یوازې هیلې پاتې او حکومت باید نور د دوی د زدکړو د حق ورکولو موده ونه ځنډوي.
« په ډېره سختیو مې ښوونځی پای ته ورسوو، اوس کانکور ازموینه، چې یوه برخلیک ټاکوونکې آزموینه ده، موږ په کې دګډون اجازه نه لرو. موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې په یادې ازموینې کې د ګډون اجازه راکړي.»
ورته مهال دښځو دحقونو فعالانې وایي ،که چیرې دنجونو په زده کړو بندیزونه همداسې داوم لري دهغوی ژوند به له ګڼو روحي او رواني ستونزو سره مخ او ژوند به یې لا خراب شي.
دوی وايي، له زدکړو څخه د نجونو منع کول په تیارو کې د نیم نسل ساتل دي، چې اسلامي امارت باید دې ټکي ته جدي پام وکړي او نور باید د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.
د ښځو د حقونو فعاله منصوره واسق وايي:
« له زده کړو او دکانکور په آزموینه کې دنجونو نه ګډون کولای شي په کورنېو کې تاوتریخوالی ډېرکړي اودنجونو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړ.ي روان بندیزونه به داجباري ودونو کچه کړي، چې بیا به د نجونو په روان هم منفي اغېز ولري.»
اسلامي امارت که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د نجونو پر زدکړو بندیزونه دایمي نه دي؛ بلکې د یو مناسب چوکاټ له جوړېدو وروسته به ټولو ته د زدکړو اجازه ورکړل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ