خبرپاڼه وایي، په دې کتنه کې د افغانستان د سولې پر مسله، امنیتي حالت، د افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ او د ګډ امنیتي تړون د لا پیاوړتیا په اړه بحثونه وشول.
سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې مک کینزي جمهور رییس غني ته ډاډ ورکړی چې د امنیت په برخه کې له افغان حکومت سره د امریکا مرسته او همکاري پر ځای ده او په خبره یې امریکایي ځواکونه به تل د ترهګرۍ په مخنیوي کې د افغان سرتیرو تر څنګ ولاړ وي.
د دې تر څنګ جمهور رییس غني هم په یاده ناسته کې سوله د افغان حکومت لومړیتوب بللې او پر طالبانو یې د تاوتریخوالي کمېدو غږ کړی.
جنرال مېکېنزي داسې مهال کابل ته راځي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی د ډېرېدو په حال کې دی او افغان حکومت او طالبان یې پړه پر یو بل اچوي.