حیدري وایي، د وژل شوو ماشومانو عمرونه له لسو تر ۱۲ کلونو وو او د څارویو څرولو پر مهال د ماین چاودنې ښکار شوي دي.
د یاد ولایت سیمهییز چارواکي ټینګار کوي، ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، خو دې ډلې تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
د پېښې مسولیت هم چا نه دی منلی.