د یاد ولایت امنیه قومندان محمد محفوظ ولیزاده کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د قادس ولسوالۍ پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې اووه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.
نوموړی څرګندوي چې په دې پېښه کې یو افغان سرتیری وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.
امنیه قومندان زیاتوي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت پر ولسوالیو د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.