ads

پامپیو: پر ایران دې لګول شوي بندیزونه وغځول شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ملګرو ملتونو غوښتي چې په اکټوبر میاشت کې پر ایران دې لګول شوي بندیزونه وغځول شي.

محمدخان بریال
19 چنګاښ 1399
پامپیو: پر ایران دې لګول شوي بندیزونه وغځول شي

هغه پرون خبریالانو ته په خبرو کې وویل، ملګري ملتونه باید پر ایران لګول شوي بندیزونه تمدید کړي، څو په سیمه کې د نورو شخړو راپیدا کېدو مخه ونیول شي.
د نوموړي په وینا، ایران چې کومې اټومي وسلې تر لاسه کوي، هېڅ داسې باور نشته چې هغه دې په سوله‌ییزه توګه وګاروي.
پامپیو زیاتوي، دوی او ملګرو یې تېره اونۍ داسې کښتۍ درولې چې د یمن حوثیانو ته د ایراني چارواکو له لوري وسلې پکې لېږدول کېدې.
د یادولو وړ ده چې پر ایران دغه بندیزونه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د امریکا او شپږ نورو لویو هېوادونو له لوري لګول شوي دي.
تر اوسه د ایران حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA