ډېری ثبت شوې پېښې بیاهم په کابل او هرات ولایتونو کې دي.
دغه وزارت وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۳ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۱۸۶ تنه ترې رغېدلي، چې په دې سره د مړو شمېر ۸۰۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۶ زره او ۴۱ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.