ads

په سي پي ایل کې پنځه افغان لوبغاړي واخیستل شول

د کارابین پریمېیر لیګ سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، پنځه افغان لوبغاړي به د ویسټ انډیز د کورني کرکټ په سیالیو کې لوبې ترسره کړي.

محمدخان بریال
6 چنګاښ 1399
په سي پي ایل کې پنځه افغان لوبغاړي واخیستل شول

د پنځو افغان لوبغاړو په ډله کې مجیب الرحمن ځدران، راشدخان، محمد نبي، قیس احمد او رحمن الله ګوربز شامل دي.
یاد اخیستل شوي افغان لوبغاړي به د سږ کال د سي پي ایل په سیالیو کې په مختلفو لوبډلو کې ولوبېږي.
افغان کرکټ بورډ په بهرنیو لیګونو کې د افغان لوبغاړو اخیستل او لوبېدل په نېک پال نیسي او وایي په دې سر د افغان لوبغاړو تجربه لا ډېرېږي.
ټاکل شوې چې د ویسټ انډیز کورنۍ سیالۍ د روان میلادي کال په اګېسټ میاشت کې ترسره شي.
یاده دې وي چې د سي پي ایل تر څنګ په ای پي ایل، بېګ باش او د بنګله دېش په کورنیو سیالیو کې هم افغان لوبغاړي اخیستل کېږي، چې ښې لاسته راوړنې هم پکې لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA