د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وایي، ډېری ثبت شوې پېښې په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې دي.
د هغه په وینا، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۲تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۷۷ تنه ترې رغېدلي، چې په دې سره د مړو شمېر ۵۹۸ او د رغېدلو کسانو شمېر ۸۸۴۱ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غواړي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.