له دې شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو طالبانو د اوربند لپاره د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي غوښتنې هم رد کړې او دا چاره د دې لامل شوه چې د کورونا په ډول د اړنیو حالاتو پر مهال هم ډېرو اړمنو خلکو ته ضروري روغتیايي خدمتونه ونه رسېږي.
د خبرپاڼې په وینا، طالبانو تاوتریخوالي او افغان وژنې ته دوام ورکړی، چې دغه امر په هېواد کې شته فرصتونه له ګواښ سره مخ کړي دي.
امنیت شورا وایي، طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۱۴۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ۴۲ یې وژل شوي او ۱۰۵ یې ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په هېواد کې پر روغتیایي مرکزونو د بریدونو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
دغه سازمان وایي، د تېرو درېیو میاشتو په موده کې پر روغتیایي مرکزونو د طالبانو او حکومت له خوا ۱۵ بریدونه شوي، چې روغتیایي کارکوونکي او مرکزونه پکې په نښه شوي دي.